دڅلوروپښتنو دجواب په لټه دریمه برخه
عبدالقیوم عبدالقیوم

۳-چا پکښي مزيې وکړې ا وڅوک پکښي خرا ب سول؟

 

 

الف – چا پکښي مزيې وکړې؟

 

کله چي غوا ړو یو ځا ی ته ولا ړسو ترهغه مخکي دا ضرور د ه پوه سوچی ا وس چیري یو. نورا به سولمړی دې خبري ته دابه روښانه کړوچي  دولسونوتر منځ دبې باوریو ،خپل منځي جګړو ،هیواد خرڅوني  اونړوني څخه چاه ګټه پورته کړل؟ هغو چي ګټه پورته کړل هغو مزیې وکړې. کله چي دغه پوښتني ته په انصاف سره جواب ورکووباید لږترلږه دخپل هیواد دتار یخ څوپاڼي راواړو. وګوروچي همیشني مزې کونکي څوک  وه.زموږپه هیواد کي تیرومو هم داوسنیوپه شان په دغه رویش اوطریقه ثروتونه جمعه کړي وه .که موږ ددغو لنډو۳۵جګړه ایزو کلونو جریان چي هرڅه زموږپه مخکي تیریریږي اولا ورته دپای ټکۍ نه دئ ایښول سوئ،بیله ژورفکره وګورۍ ،هرڅه لڅ دي.څوک څوک وه؟ اوڅوک څوک سول؟ پس یقیني خبره داده  زیات  هغه چي اوس ادعالري  موږ دپلار اونیکه څخه شتمن وو،هغه هم پدغه شان یوڅوک سوي بوله.

 

ازکجا کرده این سیم وزرش

یاخودش دزدبودیا پدرش

 

نه بارید از آسمان برسرش

یاخودش دزدبودیاپدرش

 

بدبختانه چي زموږدهیواد تاریخي خط السیرداسي راغلۍ دئ .داوس په شان حکمرانان په تیرتاریخ کي زیات لروچي دپردونوکروه.بلکي زیات واکدار مو دیوه نه دیوه خارجي دښمن حکومت دپټو شبکو سره نوکرۍ کړي دي،لږلروچي مستقل اوآزادبه وه.هر خاریجي زبرځواک چي زموږ هیواد ته راغلۍ دئ  په بیلو،بیلووختونوکي دخپل ضرور ت اوتوان په پیمانه زموږ په هیواد کښي دنن ډیري کورنۍ ترحمايې اوتربیي لاندي نیولي دي.

 

بیله شکه افغانانو(ولس) هروخت  خاریجي تجاوزته غاښ ماتونکۍ جواب ویلۍ دئ.خو دبل بیګانه هیوادمادې اوتسلیهاتي مرسته يې ترلاسه کړیده. بیا يې نو دخپلووینو تویولواو دخپلوسر ښندونوپوسط دجنګ په ډګرکي  دښن ته ماته ورکړیده داهم رښتیا ده.

په زیاتي خواشنی سره ترجګړې وروسته يې د خپل هیواد واک دبل خاریجي ترحمايې اوتربیې لاندي (نوکر)  صفته افغان ته  سپارلۍ دئ. دتاریخ په اوږدو کي هرزبرځواک خپلي منظمي  یونیفورم لرونکي لښکري زموږ دخاوري ایستلې دئ،مګرخپل افغاني جاسوسي کورنۍ يې د پاچا، صدراعظم ، وزیر،مشر ، خان، ملک ، آغا،شیخ،ملأ ،پیر اوفقیرپه نومونو پرایښي اوحمایه کړیدی.

 

دغه ستا په ړنګ جهان کي چي وداني بنګلې دي

دمعمار دلاس تڼاکي دمزدورتودې خولې دي

 

هرهغه امپراتور،پاچا ،رئیس جمهور او آمیرچي دخپل اقتدارپروخت  ولس دپوهي اوبیداری جلأ ساتلۍ ، دولس  دپوهي په لاره کي يې عملي ګامونه نه دي اخیستي که یې ټبروال اوپه ګټو ورسره شریک  هرڅونه صفتونه ولیکې،هغه آزاد ،حکومتونه اودملت نماینده حکومتونه نه ؤ ،بلکي وابسته ،دپردونماینده اودپردو دګتو ساتونکي نوکر حکومتونه وه.

 

دافغانانو په قضایاوو کي ښکیلو خاریجي  طرفینو خصوصاً په وروستیو اواوسنیوجګړوکي دبریالي اوګټه وړونکيطرف مقصدونه ترزیاته بریده حاصل سوه،دوی ګټه وکړل . دخپلو پیسو،اسلحواو مخکني استخدا م کړل سوافغانانو په توسط  يې زموږ بیچاره دعلمه لیري ساتل سوي ولسونه  دځانو په ګټه دافغان اولس په ضرر ښه استعمال کړل .

داسلام دنوم څخه یې داسي  پرځای استفاده وکړل چي په طول دتاریخ کي واقعي مسلمانانو داسلامهدونه ګټه نه ده اخیستې لګه دغو استخدام سوو اسلام نماکورنیو چي فایده وکړه. خاریجانو خپل سیال او حریف (روس)  مات کړئ ،زموږهیواد يې راخراب اودسرسړي يې راته ووژل.هوزموږهرواکداردسرسړي وژل خود ورستیواواوسنیوحکومتونو وژني سختي پدې وې چي مکتب لوستي زیا ت ووژل سول.

 

بلاخیره دخارجي کړیو دکار نتیجه اوثمره د( بن کرغیړن کنفرا نس) وو. چي په عمل کي تاسي  ولیدل  نتیجه یې کرغیړنه  را ووتل. د ا فغا نستا ن  وا ک يې وخپلوهغوا شخا صو ته پلا س کي ورکړي چي دوی له ډیرپخوا څخه په خپلو شبکوکي  روزلي وه.اوټول بد نا مه ،پیژندل سوي څیرې وې.دغهداخلي اوخاریجي پرواک سپاره ګټندویان دي.

 نوپه هغه ملک کي چي افتخارپه ذلت، اوسرلوړي په سرټیټي حاصلیږي،هلته به نوڅو ک ګټندوی وي؟آه داتمیز دچاه سره دئ؟ څوک به دا سره جلأ کوي ؟.جنګ تمویلونکي اوجنګ رهبري کونکي دباندني اوکورني  ګتندویان دي نه ولسونه.

 

ب:- څوک پکښي خراب سول؟

 

روښانه خبره ده چي هروخت اوبیا په دغو لڅو(۳۵) کلونوجګړو کي دافغانانو (راست اوچپ )دواړه طرفه خصوصاًهغوچي په صداقت دوطن دآزادۍ اوآبادۍ فکرپه خپل سرکي  لارهپدې جګړوکی ووژل سول اوخراب  . وطن اوعامه شتمني چي دټولو افغانانو مشترک مال وو، دخاورو سره خاوري سول . په مجموع کي  مکتب لوستي په  کافر،کمونیست ،اوجاسوس خلګوته معرفي کړل سول،مشران يې ورووژل اوکشران يې دربدره اوآواره کړل.

 

بل لوریپه مجاهد اوطالب کي  وطن پرست اوپه پردوپوري تړلي  بیله مړو نورټولپه  اشرارو، توپکيانو ،غلو ،توپکسالارانو وروسته په ،تروریست،القاعده ،قاچاقبر اومافیا په نومونودادئ تراوسه ټکول  کیږي. دراست اوچپ  اړخونو ترمنځ یولڅ تفاوت داؤ ،چي  دمجاهدو په نوم مشران له پخوا څخه دپردونوکران وه ،هغوی اوکورنۍ يې  نه داچي  خاریجانووساتل بلکي ،دپریمانه مرستو اوډالروپه زوريې دخپلونور اهدافو دپاره،اشراف اوواجب الاحترام وساتل.خو بدي دا ده چي ټوله افغانان  جهانیا نو ته ترسپکو هم سپک وروپیژندل.معلومه  ده چي  ولسونه ټول سره یوځای ګډوسوځل سول، نورنه چاته نوم پاته سونه افتخار.یوازي دجنګ تمویله ونکي ،اوهغه په نوم افغانان بریالي دي .

 با ید افغانان!

 دژوندپه رازونو پوهه سوې وي .دتیراو اوس وخت په فرقونو پو سي.راځی کامیابي  خودناکامي زیږیدلې ده .آیا څوک سته چي زموږله دغه مظلومیته خلاص کړي؟  آیا لا فکرکوي چي داهرڅه دناپوهی پربندیاد زموږپه هیواد کي سرته رسیدل اویا رسیږي؟ نه داسي نه ده جأ بر،هرڅخه اګاهان، دپلان له مخي  پربې وزله دعلمه لیري اولس باندي تطبیق کوی .

داخبره دلمر په شان روښانه ده دافغانستان په خاوره کي که دعربو سره  جګړې سویدي، که دسکندر،چنګیز، الاکو،تیمور، نادر افشار، انګریز ،روس اویا اوس دناټوپه وړاندي جګړه. هرو خت داولسونه دي چي داورپه لمبوکي سوځي،وژني اوخوارۍ يې دولسونو په برخه وي ،قهرماني ،بریا اوښادئ دڅوتنواوپردویووي.دښمن ته دعلم اوپوهي  څخه دولسونودلیري ساتلوفایده همدغه وه.

 

ددریمي برخي پای

 

 

 


May 18th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي